پېنډۍ 02 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ تر اهتمام لاندے د دفاع او شهيدانو ورځې مناسبت سره د پېښور په بېلا بېلو سكولونو كښې دستورې وشوې۔ د تفصيلات له مخې د شهيدانو او دفاع ورځې مناسبت سره د پېښور په حراء پبلك سكول، پبلك سكول درمنګي، سپيريئر كالج حيات آباد، كېډټ سكول هشتنګري، چلډرن سكول حيات آباد، الائيډ سكول، اقرا پبلك سكول وارسك روډ، اسلامك پبلك سكول او اسلاميه پبلك سكول فقير كلے كښې دستورې وشوې چې پكښې د پاك پوځ چارواكو او ځوانانو ګډون كولو سره د ماشومان ډاډګيرنه وكړه۔ په دې موقع ماشومانو پاك پوځ سره قامي بېرغ هسك كړو او د هېواد سلامتيا لپاره ئې اجتماعي دعاګانې وكړې٬ زده كوٶنكو ملي سندرې او ټېبلوز وړاندې كړې٬ د زده كوٶنكو د پرفارمېنس٬ وطن سره د مينې او د تخليقي صلاحيتونو ستائنه هم وشوه٬ د دستورو په پايې كښې په ځانګړې كاركردګۍ زده كوونكو له انعامونه وركړې شول او په دې موقع د پاكستان زنده باد نعرې هم پورته كړې شوې۔