استنبول 02 ستمبر (اے پي پي) د تركيه استنبول هوائي ډګر د اروپا تر ټولو زيات مصروف ايئرپورټ ګرځولے شوے دے چرته چې د 18 نه تر 24م اګست د روزانه په بنياد اوسطاً 1,635 پروازونه ريكارډ شوي٬ دا شمېرې يورپيئن آرګنائزېشن فار دي سېفټي آف ائير نېويګېشن (يورو كنټرول) جاري كړې دي۔ د جاري شوي رپورټ له مخې د استنبول ايئرپورټ نه پس اېمسټرډېم په دوېم لمبر دے چرته چې هره ورځ نزدې 1450 پروازونه رېكارډ كړې شوي دي٬ د پېرس شارل ډي ګال ايئرپورټ 1,432 پروازونو سره په درېم او فرېنكفرټ ايئرپورټ 1,384 سره په څلورم لمبر دے دغسې د لندن هېتھرو ايئرپورټ 1,346 پروازونو سره په پنځم او د تركيه انطاليه ايئرپورټ په اروپا كښې په اتم لمبر دے چرته چې هره ورځ اوسطاً 1,055 پروازونه رېكارډ شوي۔