
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزیرِاعظم شهباز شریف د سېنېټ پخواني چیئرمېن صادق سنجرانی د پلار او نوموړي قبائلی شخصیت آصف سنجرانی په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیرِ اعظم د ارواښاد لوړو درجو او غمجنې كورنۍ لپاره د زغم دعا اوكړه۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې زمونږ خواخوږۍ د ارواښاد آصف سنجرانی کورنۍ سره دي۔