وفاقی وزیر اورنګزیب خان کھچی د ډاکټر نذیر تبسم په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د قومی ورثې او كلتور وفاقی وزیر اورنګزیب خان کھچی پېښور سره د تعلق لرونكي نوموړي معلم، ادیب، شاعر او محقق پروفېسر ډاکټر نذیر تبسم په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔ د نهې په ورځ جاري شوې بيان كښې وفاقی وزیر ووئيل د پروفیسر ډاکټر نذیر تبسم مړينه ادبی نړۍ لپاره لوے زيان دے۔ هغه د خپلې شاعرۍ، تحقیقی کار او تنقیدی مضامینو د لارې په اردو ادب كښې يو ځانګړے مقام لرلو۔ ده ووئيل د هغه تصانیف او خذمات به د نوي نسل لپاره د لارښودني ذریعه وي۔ اورنګزیب خان کھچی ووئيل ډاکټر نذیر تبسم نه يواځې يو شفیق استاذ ؤ بلکه يو ادبی شخصیت هم وو كوم به چې تر اوږدې مودې ياد ساتلے شي۔ده ارواښاد له د لوړو درجو او غمجنې كورنۍ لخ د زغم دعا اوكړه۔