ملګري ملتونه ۔2 ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو په افغانستان كښې د راغلې سختې زلزلې ځپلې شوو وګړو بېړنۍ مرستې لپاره خپل سېنټرل اېمرجنسی رېسپانس فنډ څخه 50 لکه ډالر جاري كړې دي۔ په دې زلزله كښې تر دې دمه 800 څخه زيات كسان مړه او 2,800 څخه زيات ژوبل شوي دي ۔ د روسی خبري اژانس تاس له مخې د ملګرو ملتونو په اعلاميه كښې وئيلې شوي چې په افغانستان كښې زلزله ځپليو لپاره يو اېمرجنسي سېل جوړولے شي او په ابتدائي توګه د سي اي آر اېف لخوا د 50 لكه ډالرو رقم جاري كولے شي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېس وئيلي چې د ځپليو مرسته كښې به كومې هم هڅې څخه نه وروستو كيږؤ۔ ده ووئيل د افغانستان اولس سره د يووالي څرګندونه كوم ٬ په حق رسېدلو سره خواخوږي او ژوبل شوو لپاره نېكې هيلې لرم۔ دا خبره دې ياده وي چې په 31 اګست د هندوكش په سيمه كښې راغلې د 6.2 شدت زلزلې له امله يو شمېر كلي په بشپړه توګه لمينځه تللي او د لېنډ سلائيډنګ په سبب سړكونه بند او مواصلاتي نظام اغېزمن شوے۔ له زلزلې څخه وروستو په غرئيزو او لرې پرتو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ روانې دي