وزيراعظم شهباز شريف به د چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات كوي

بیجنګ ۔2 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف به (نن) د نهې په ورځ د چين صدر شي جن پنګ سره د بيجنګ په ګرېت هال آف دا پيپلز كښې ملاقات كوي۔ د وزیراعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په وزيراعظم به نن په بيجنګ كښې د روسيه صدر ولاديمير پيوټن او د تاجكستان صدر اما علي رحمان سره ملاقاتونه كوي۔ وزیراعظم به په بيجنګ كښې د مقامي روغتون دوره هم كوي۔ د بيان له مخې وزيراعظم به د چين نوموړو كاروباري شخصياتو سره ملاقاتونه هم كوي۔