پېښور ۔ 02 ستمبر (اے پی پی) خېبر پښتونخوا حكومت د سېلاب ځپليو مرستې له تر دمه په مجموعي توګه 8 اربه روپۍ جاري كړې دي۔ د خزانې صوبائي محكمې لخوا د جاري شوي بيان له مخې خېبر پښتونخوا حكومت سېلاب ځپليو لپاره تر دې دمه 8 اربه روپۍ جاري كړې دي۔ تېره ورځ سېلاب ځپليو سيمو لپاره 1.5 اربه روپۍ جاري كړې شوې٬ يو ارب روپۍ د فوډ اسټامپ په مد كښې جاري كړې شوي دي٬ سېلاب ځپليو ته د كورنۍ په سر 15 زره روپۍ د اوچ راشن په مد كښې وركړې شوي دي۔ 50 کروړه روپۍ د ضم شوو ضلعو فلډ ريليف په مد كښې جاري كړې شوي دي۔ سی اېنډ ډبلیو ته 1.56 اربه روبۍ د روډ كليئر كولو او بيا رغونې لپاره وركړې شوي دي۔ دغسې ټي اېم ايز لپاره د 61 ملین روپو مالي مرسته شوې ده۔