د نبي كريم (ص) په تعلیماتو عمل كولو سره مونږ هر ميدان كښې كاميابي ترلاسه كولې شوو: سيد يوسف رضا ګيلاني

ملتان۔ 02 ستمبر (اے پی پی) دسېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې تعليم او تبليغ زمونږ د نبي كريم (ص) سنت دے ٬ د هغوي د تعليماتو په بركت ټول كائنات د تعليم او امن مركز جوړ شو٬ كه نن مونږ هم په نړۍ كښې انقلاب راوستل غواړؤ نو مونږ له به د تعليم ودې له كار كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ملتان كښې سيرت النبي (ص) كنفرنس كښې وكړه۔ په كنفرنس كښې ګڼ شمېر علماﺀ كرامو او عامو وګړو ګډون وكړو۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل زمونږ د كورنۍ بزرګانو په دې سيمه كښې د تعليم په خپرولو كښې تاريخي كردار ترسره كړو۔ د يو شمېر تعليمي ادارو په كومو كښې چې اسلامیه هائی سکولز ٬ حرم ګېټ ، دولت ګېټ، شوکت کنډر ګارټن او كالجونه شامل دي بنياد زمونږ مشرانو اېښودلے دے۔ ده زياته كړه چې په ملتان كښې اسلامیه هائی سکولز او علمدار حسین ډګري کالج د زده كړو غوره ادارې دي۔ ګیلانی لا کالج ته دا درناوې ترلاسه دے چې دغلته 10 پي اېچ ډي سكالران تعليم وركوي۔ ده ووئيل زمونږ كورنۍ د خلكو ديني خذمت كړې۔ ده ووئيل د نبي علېه السلام په تعليماتو عمل كولو سره مونږ په هر مېدان كښې كاميابي ترلاسه كولې شوو۔