
اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په افغانستان كښې د زلزلې له امله په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې د پاكستان اولس او حكومت لخوا ځپليو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كوٶ۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډار د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي ته ټېليفون وكړو او په افغانستان كښې يې تېره شپه د راغلې زلزلې په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان او ژوبل شويو د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده د ځپليو او غم جنو كورنيو لپاره دعا وكړه۔ د افغان اولس سره د پاكستان يووالي پخلې وكړو او د دې خبرې باور وركړو چې د افغان حكومت له د ضرورت له مخې هر ممكنه مرسته وركولو لپاره چمتو يو۔