
تيانجن 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د چين صدر د ګلوبل ګورننس انيشيټو د اجراء د تاريخي اعلان هركلے كولو سره دا يو مضبوط ګڼ اړخيزه نظام پلو يو تاريخي اقدام ګرځولو سره وئيلي دي چې دا اقدام به نړيوال ګورننس سسټم د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ضرورتونو سره همكاره كولو او په زمكه رامخې ته د جديد چيلنجز په مخنيوي كښې مرستياله وي، د تيانجن اعلاميې سره به په منطقه كښې امن او د خوشحالۍ مشترکه مقصد وده ومومي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د چين په تيانجن ښار كښې د اېس سي او (پلس) غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم د چين د صدر شي جن پنګ لخوا د جي جي آئي د اجراء د تاريخي اعلان ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د جي جي آئي ملاتړ لپاره د پاکستان د عزم څرګندونه كولو سره ووئيل چې دا يو مضبوط ګڼ اړخيزه نظام پلو تاريخي قدم او د ملګرو ملتونو چارټر سره سمون خوري۔ وزيراعظم ووئيل دا اقدام به نړيوال ګورننس سسټم د پرمختګ كوونكو هېوادونو ضرورتونو سره همكاره كولو او په زمكه رامخې ته د جديد چيلنجز په مخنيوي كښې مرستياله وي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په دې اقدام كښې په فعاله توګه برخه اخستو كښې دلچسپي لري۔ وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو غونډې په كاميابه تابيا د چين صدر شي جن پنګ له مباركي وركړه۔ ده د تيانجن اعلاميې ستائنه كولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه چې د تيانجن اعلاميې سره به په منطقه كښې امن او د خوشحالۍ مشترکه مقصد وده ومومي۔ وزيراعظم امن، ترقۍ او د روابطو ودې سره د اېس سي او په چارټر او په “شنګھائي سپرټ” كښې درج ځالانده اصولو په ځائ ساتلو لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل چې په موجوده موسمياتي بحران كښې مشترکه ذمه دارۍ نور اهميت اختيار كړے دے، د پاکستان په څېر پرمختګ كوٶنكي هېوادونه پرله پسې د موسمياتي بدلون څخه پېدا شوې افتونو سره مخ دي، دا مسلمه حقيقت دے دې چې د ماحول دښمن ګيسونو په نړيوال اخراج كښې د پاکستان او د نورو پرمختګ كوٶنكو هېوادونو برخه صرف د يو فيصد هم كمه ده، نړيوال قيادت له د دوي برډن وېشلو ته اړتيا ده دغسې چې د نوې قېمتي ځاني او معاشي زيانونو څخه بچ شو۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په شخړو مذاکرات او د ټولو مسئلو سوله ايز حل ته ترجيح وركوي٬ پاکستان په غزه كښې د بې ګناه فلسطينيانو په ضد د اسرائيل د ناوړه جرائمو غندنه او د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قراردادونو له مخې د فلسطين مسئلې حل سره سره په منطقه كښې د جنګ بندۍ مطالبه كوي۔ وزيراعظم د لاٶس پيپلز ډيموکريټك ريپبلك د يو ډائيلاګ پارټنر په توګه د اېس سي او په فېملي كښې د ګډون هركلے وكړو۔ د اېس سي او (پلس) په غونډه كښې د مستقل غړو هېوادنوو مشرانو سره سره ډائيلاګ پارټنرز٬ مبصر هېوادونو او د نړيوالو تنظيمونو مشرانو او نمائندګانو ګډون كولو۔