
پېنډي 01 ستمبر (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو سره د بحرين ډيفنس فورس چيف آف سټاف ليفټيننټ جنرال تھياب صقر عبدالله النعيمي ليدلي۔ د آئي اېس پي ار لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې په دې موقع ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو بحرېن سره د دوه اړخيزه پوځي مرسته په خاص توګه په مشتركه تربيت او د علم د تبادلے په څانګو كښې لا پراختيا كولو لپاره د عزم پخلے شوے په ملاقات كښې د شريكې خوښې په كليدي څانګو كښې او د دواړو هېودونو ترمېنځه مرسته زياتولو لپاره لارې لټولو پلو پام ګرځولے شوے۔ د دې نه وړاندې ائير چيف د ګران مېلمه تود هركلي كولو سره په دې خبره رڼا واچوله چې د پاکستان او بحرېن ترمېنځه ژورې مذهبي او تاريخي اړيكې دي كومې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مثالي عسكري اړيكو څخه څرګندېږي۔ دواړٶ ډلو د يو متحد ډلې په توګه مشتركه تربيه او په اجتماعي پرمختګ زور راٶړلو سره په عسكري كچه اړيكې په ځائ ساتلو لپاره د عزم پخلے هم وكړو۔ د دې نه وروسته ګران مېلمه د نيشنل آئي اېس آر٬ د انټيګريټډ ايئر آپريشن سينټر او د پي اے اېف سائبر کمانډ دوره وكړه چرته چې دوي ته د پاك فضائيه په آپريشنل صلاحيتونو بريفنګ وركړې شوې۔ د چيف آف دي ايئر سټاف او د چيف آف سټاف بحرين ډيفنس فورس ترمېنځه په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو عسكري شراكتداري قوي كولو، مرستې ته وده وركولو او قوي اړيكو ته وده وركولو لپاره د عزم څرګندونه وشوه۔ د دې نه وړاندې د پاك فضائيه هېډكوارټرز ته په راتګ يوې چټك ډلې ګران مېلمه ليفټيننټ جنرل تھياب صقر عبدالله النعيمي ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔