د علي امين ګنډا پور په افغانستان كښي زلزله ځپليو سره غمرازي

پېښور 01 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډا پور د افغانستان په بېلا بېلو سيمو كښې د رامخې ته شوې زلزلې دلاسه ځپلې شوو كورنيو سره غمرازي وكړه۔د ګل په ورځ د وزيراعلٰې سېكرټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې ده په افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې او وئيلې يۍ دي چې په دې سخت وخت كښې پاكستان افغان اولس سره ولاړ دے۔ علي امين ګنډا پور د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا او ځپلې كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ وزيراعلی په حق رسېدليو له د لوړو درجو او ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔