په سوئيلي اسياء كښې تل پاتې امن بشپړه مكالمې ته اړتيا لري٬ مستحكم افغانستان نه يوازې زمونږ بلكې د منطقې په ګټه دے٬ پاكستان افغان قيادت سره اړيكې مستحكموي٬ د “شنګهائي اسپرټ” اعلٰې اقدار په ځايې ساتلو له د خپل عزم پخلے كوٶ د وزيراعظم شهبازشريف په تيانجن كښې د ايس سي او هيوادونو د مشرانو غونډې ته وينا

APP04-010925 TIANJIN: September 01 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addresses the 25th SCO Heads of States Council Meeting. APP/TZD

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په سوئيلي اسياء كښې تل پاتي امن لپاره د بشپړې مكالمې په حاجت زور راوړولو سره وئيلي دي چې پاكستان خپلو ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د معمول له مخې اړيكو كښې خوښي لري٬ امن٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره به د اېس سي او غړو هېوادونو سره په ګډه هڅې روانې ساتوو، په ايران د اسرائيل جواز نه لرونكے جارحيت د غندنې او نه قبلېدو وړ دے٬ په غزه كښې روان ظلم او لوږه زمونږ د اجتماعي ضمير يو نه ښه كېدونكے پرهر دے٬ د ظلم او د خونړي جنګ په سمدستي توګه د خاتمې د مطالبې پخلې كوٶ، پاکستان سختو بارانونو، ګلوبل وارمنګ، کلاٶډ برسټ او تباهي خپرونكو سېلابونو سره مخ دے ٬ نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه د چين لخوا مرستې ته په درنه سترګه ګورؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د چين په تيانجن ښار كښې د اېس سي او هېوادونو د مشرانو كونسل 25مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم په تيانجن كښې خپله موجودګي د وياړ وړ ګرځولو سره ووئيل چې تيانجن د چين د بنيادي دود او دستور نمائندګي او تهذيبونو او كلتورونو لپاره د پل كردار لوبوي٬ په تياجن كښې مونږ هم د دې جذبې تجديد لپاره راغونډ يوو۔ ده په زړه پورې كوربتوبو او بشپړه انتظاماتو د چين د صدر او حكومت مننه وكړه۔ په دې موقع ده ازبکستان او کرغزستان ته د دوي د آزادۍ په ورځ مباركي هم وركړه۔ وزيراعظم ووئيل اېس سي او د سيمه ايزې مرستې او انضمام ودې لپاره د پاكستان د اوږدې مودې عزم عكاسي ده، د چين کاميابۍ د صدرشي جن پنګ د زيرك او بصيرت افروز قيادت څرګندونه ده، د چين نړيوال قيادت په اېس سي او كښې نه بلكې په يو شمېر سيمه ايزو نړيوال فورمز او په ځاڼګړې اقداماتو كښې ښكاره ليدلے شي۔ ده ووئيل پاكستان تل د ګڼ اړخيزه مكالمې او سفارتكارۍ په طاقت باور لري٬ هر يو هېواد لپاره خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت نه زيات څه نه وي٬ پاكستان د اېس سي او غړو او د ګاٶنډي هېوادونو د پخپلواكۍ او سيمه ايز سالميت احترام كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د ټولو نړيوالو او دوه اړخيزه لوظنامو احترام كوٶ۔ده ووئيل ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د معمول له مخې اړيكو٬ خبرو اترو او سفارتكارۍ كښې خوښي لرؤ٬ امن، پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به د اېس سي او غړو هېوادونو سره هلې ځلې روانې ساتؤ۔ په سوئيلي آسيا كښې تل پاتي امن لپاره د بشپړه مكالمې په ضرورت زور راٶړلو سره وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې پاکستان به د ملګرو ملتونو او د اېس سي او په چارټر عمل كوي۔ وزيراعظم په ايران د اسرائيل د جواز نه لرونكي جارحيت غندنه كولو سره ووئيل د بشپره مكالمې د لارې ټولې مسئلې هوارېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل په غزه كښې روان ظلم او لوږه زمونږ د اجتماعي ضمير نه ښه كېدونكے پرهر دے۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو د منظور كړې شوي دوه رياستي حل ملاتړ كوي۔ وزيراعظم ووئيل د ظلم او د خونړي جنګ په سمدستي توګه د خاتمې د مطالبې پخلې كوٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف ترهګري٬ بېلتون خوښي او انتها پسندي ټولې منطقې لپاره سنګين خطر ګرځولو سره وئيلي دي چې پاكستان د هر ډول او شكل ترهګرۍ غندنه كوي٬ نړۍ سياسي ګټو لپاره ترهګري د وسلې په توګه د كاروٶنكو هېوادونو ناسمه بيانيه نه تسليموي۔ ده ووئيل په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ په بريدونو كښې د بهرنيو لاسونو د ككړ كېدو ثبوت موجود دے، ناوړه جرائمو كښې ككړو او سهولت كارو له به ځواب وركول وي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي٬ پاكستان يوازې خپل ځان له نه بلكې ټولې منطقې او نړۍ لپاره قربانۍ وركړې دي، مونږ 90 زره نه د زياتو قېمتي ځانونو قربانۍ وركړې دي٬ مېندو٬ كوچنيانو٬ ډاكټرز٬سائنس مدارو، وګړو او چارواكو خپل ځانونه قربان كړي۔ وزيراعظم شهباز شريف ترهګري٬ بېلتون خوښي او انتها پسندي ټولې منطقې لپاره سنګين خطر ګرځولو سره ووئيل چې پاكستان د ترهګرۍ د هر شكل او صورت غندنه كوي٬ نړۍ سياسي مفادو لپاره ترهګري د وسلې په توګه د كاروٶنكو هېوادونو ناسمه بيانيه نه تسليموي۔ وزيراعظم شهباز شريف افغانستان ګاونډي ورور هېواد ګرځولو سره وئيلي دي چې مستحكم افغانستان نه يوازې زمونږ بلكې د منطقې په ګټه دے٬ پاكستان افغان قيادت سره اړيكې مضبوطوي دغسې چې د ښه ګاونډي او معاشي همكار په توګه افغانستان سره مخ په وړاندې لاړ شوو ٬ هيله لرؤ چې دا مرسته او درې اړخيزه ملاقاتونه به په سباٶن كښې ګټور وګرځي۔ وزيراعظم په منطقه كښې روابطو ته د ودې وركولو اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل چې سي پېك د پاکستان او چين ترمېنځه يوه بهترينه منصوبه ده٬ چين پاکستان اقتصادي راهداري(سي پېك) د دې وژن عملي مثال دے۔ وزيراعظم شهباز شريف د اېس سي او مشرانو غونډه كښې ګډون كوٶنكي په پاکستان كښې د سختو بارانونو٬ ګلوبل وارمنګ، کلاٶډ برسټ او د تباه کن سيلابي صورتحال نه خبرولو سره ووئيل چې پاكستان د موسمياتي بدلون سختو آغېزونو سره مخ دے چې په سبب ئې پاكستان ته د اربونو ډالرو زيان شوے۔ ده ووئيل چې په سېلاب كښې د قېمتي ځانونو٬ انفراسټرکچر، املاك، ولاړ فصلونه او ډنګر زيات زيان شوے دے۔ ده ووئيل پاكستان د نړيوالې ورورلۍ په خاص توګه د چين لخوا سېلابي صورتحال كښې د يووالي څرګندونې او مرستې ته په درنه سترګه ګوري، زمونږ مېړني او ثابت قدم اولس د رېسكيو او بحالۍ په كارونو كښې مصروف دے، مونږ د سېلابونو تباهۍ څخه بچ كېدو لپاره د اميد نوې لارې جوړٶ۔ وزيراعظم په تېر يو نيم كال كښې د پاكستان د غوره معاشي بحالۍ ذكر كولو سره ووئيل چې زمونږ د معاشي بدلون منصوبه په دريو ستنو ولاړه ده ،تجارت، انفراسټرکچر، زراعت، آئي ټي او معدني وسائلو كښې نوې سرمايه كاري د معاشي بدلون وړومبۍ ستن ده، د تحقيق او جدت طرازۍ ډاډګيرنه د معاشي بدلون دوېمه او د جامع ټېكس اصلاحاتو د لارې په ټېكس كښې اضافه درېمه ستن ده۔ ده ووئيل مونږ خپل ځوانان اختيار مند جوړوٶ٬ دوي ته د مقصد وړ روزګار او مثبت موقعې وركوٶ، په ګرانۍ كښې كمې٬ کرنټ اکاٶنټ سرپلس او سټاك مارکيټ كښې ځانګړې بهتري راغلې ده۔ وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د شنګهائي مرستې تنظيم چارټر سره اودرېدو له د غېر متزلزل عزم او د “شنګهائي اسپرټ” اعلٰې اقدار په ځائ ساتلو له د خپل عزم پخلې كوٶ٬ وړاندې مزل به اوږد او سخت وي٬ كله به سخت لمر او كله به يخې هواګانې زمونږ د حوصلو٬ صبر او عزم امتحان اخلي خو زمونږ مقصد مونږ د ټولو مشكلاتو د برداشت كولو قابل جوړوي۔ وزيراعظم د اېس سي او غړو هېوادونو د 3.5 اربه اولس امن٬ استحكام او خوشحالۍ لپاره د كار كولو د عزم څرګندونه كولو سره ووئيل چې مونږ ټول به په ګډه دا سفر جاري ساتوو۔ وزيراعظم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د قربانيو ذکر كولو سره ووئيل چې په دې جنګ كښې مونږ د 152 اربه ډالرو نه زيات معاشي زيان پورته كړے٬ د پاكستان په څېر د قربانيو مثال په تاريخ كښې چرته نه ترلاسه كېږي۔