
اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د شنګهائي مرستې تنظيم چارټر سره اودرېدو له د غېر متزلزل عزم او د “شنګهائي اسپرټ” اعلٰې اقدار په ځائ ساتلو له د خپل عزم پخلې كوٶ٬ وړاندې مزل به اوږد او سخت وي٬ كله به سخت لمر او كله به يخې هواګانې زمونږ د حوصلو٬ صبر او عزم امتحان اخلي خو زمونږ مقصد مونږ د ټولو مشكلاتو د برداشت كولو قابل جوړوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د چين په تيانجن ښار كښې د شنګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او) هېوادونو د مشرانو كونسل 25مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم د اېس سي او غړو هېوادونو د 3.5 اربه اولس امن٬ استحكام او خوشحالۍ لپاره د كار كولو د عزم څرګندونه كولو سره ووئيل چې مونږ ټول به په ګډه دا سفر جاري ساتوو۔ وزيراعظم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د قربانيو ذکر كولو سره ووئيل چې په دې جنګ كښې مونږ د 152 اربه ډالرو نه زيات معاشي زيان پورته كړے٬ د پاكستان په څېر د قربانيو مثال په تاريخ كښې چرته نه ترلاسه كېږي۔