پاكستان د سختو بارانونو او كلاٶډ برسټ په سبب سيلابي صورتحال سره مخ دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د شنګهائي مرستې تنيظيم مشرانو غونډې ته وينا

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اېس سي او مشرانو غونډه كښې ګډون كوٶنكي په پاکستان كښې د سختو بارانونو٬ ګلوبل وارمنګ، کلاٶډ برسټ او د تباه کن سيلابي صورتحال نه خبرولو سره ووئيل چې پاكستان د موسمياتي بدلون سختو آغېزونو سره مخ دے چې په سبب ئې پاكستان ته د اربونو ډالرو زيان شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د چين په تيانجن ښار كښې د شنګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او) هېوادونو د مشرانو كونسل 25مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل چې په سېلاب كښې د قېمتي ځانونو٬ انفراسټرکچر، املاك، ولاړ فصلونه او ډنګر زيات زيان شوے دے۔ ده ووئيل پاكستان د نړيوالې ورورلۍ په خاص توګه د چين لخوا سېلابي صورتحال كښې د يووالي څرګندونې او مرستې ته په درنه سترګه ګوري، زمونږ مېړني او ثابت قدم اولس د رېسكيو او بحالۍ په كارونو كښې مصروف دے، مونږ د سېلابونو تباهۍ څخه بچ كېدو لپاره د اميد نوې لارې جوړٶ۔ وزيراعظم په تېر يو نيم كال كښې د پاكستان د غوره معاشي بحالۍ ذكر كولو سره ووئيل چې زمونږ د معاشي بدلون منصوبه په دريو ستنو ولاړه ده ،تجارت، انفراسټرکچر، زراعت، آئي ټي او معدني وسائلو كښې نوې سرمايه كاري د معاشي بدلون وړومبۍ ستن ده، د تحقيق او جدت طرازۍ ډاډګيرنه د معاشي بدلون دوېمه او د جامع ټېكس اصلاحاتو د لارې په ټېكس كښې اضافه درېمه ستن ده۔ ده ووئيل مونږ خپل ځوانان اختيار مند جوړوٶ٬ دوي ته د مقصد وړ روزګار او مثبت موقعې وركوٶ، په ګرانۍ كښې كمې٬ کرنټ اکاٶنټ سرپلس او سټاك مارکيټ كښې ځانګړې بهتري راغلې ده۔