
اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف افغانستان ګاونډي ورور هېواد ګرځولو سره وئيلي دي چې مستحكم افغانستان نه يوازې زمونږ بلكې د منطقې په ګټه دے٬ پاكستان افغان قيادت سره اړيكې مضبوطوي دغسې چې د ښه ګاونډي او معاشي همكار په توګه افغانستان سره مخ په وړاندې لاړ شوو ٬ هيله لرؤ چې دا مرسته او درې اړخيزه ملاقاتونه به په سباٶن كښې ګټور وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د چين په تيانجن ښار كښې د شنګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او) هېوادونو د مشرانو كونسل 25مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم په منطقه كښې روابطو ته د ودې وركولو اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل چې سي پېك د پاکستان او چين ترمېنځه يوه بهترينه منصوبه ده٬ چين پاکستان اقتصادي راهداري(سي پېك) د دې وژن عملي مثال دے۔