ګورنر فيصل كريم کنړ او ننګرهار كښې د زلزلې له امله په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه

پېښور01 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د افغانستان په کنړ او ننګرهار ولايتونو كښې د سختې زلزلې له امله په ځاني او مالي زيان د غم ٬ دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې فېصل كريم كنډي د زلزلې له امله په لويه كچه په شوي مالي زيان هم د افسوس څرګندونه كړې۔ ګورنر ووئيل چې د غم په دې سخت وخت كښې د افغان حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوو۔ فيصل كريم كنډي ووئيل د پاكستان اولس افغان اولس سره يو برابر ولاړ دے او مونږ د افغانستان زلزله ځپليو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك يو