په افغانستان كښې د زلزلې دلاسه د مړو شميره زياتيدو سره 622 ته ورسيده٬ په ځپليو سيمو كښې سړكونه بند ٬ د طالبان حكومت د فوري مرستې اپيل

کابل۔1ستمبر(اے پی پی)د اتوار او ګل منځومانۍ شپه كښې راغلې د 6 شدت زلزلې له امله په افغانستان كښې د مړو شوو كسانو شمېره زياتېدو سره 622 او د ژوبل شوو 1555 ته رسېدلې ده۔ دا خبره بي بي سي د افغان داخله وزارت حوالې سره كړې۔ د افغان چارواكو له مخې 115 څخه زيات ژوبل شوي د ننګرهار او كنړ صوبو روغتونونو ته منتقل كړې شوي دي۔ د امریکائي جیولو جیکل سروے (یو اېس جی اېس) له مخې د اتوار په شپه په 13 دقيقې كم 12 بجې په مشرقي افغانستان كښې د راغلې زلزلې مركز په زمكه كښې 8 كلوميټره ؤ۔ له زلزلې وروستو تر دې دمه درې افټر شاكس راغلي دي چې شدت يۍ د 4.5 او 5.2 درمينځه ؤ۔ د يو اېس جي اېس وېنا ده چې د زلزلې د لاسه د مړو شمېره زياتېدې شي۔ طالبان چارواكو د مرستې په نتظيمونو زور راوړے دے چې هغه په لرې پرتو غرئيزو سيمو كښې د مرستې كارروائيو كښې مرسته وكړي۔ د افغانستان كنړ ولايت پوليس چيف وئيلي دي چې د زلزلې د آفټر شاكس په نتيجه كښې لېنډ سلائيډنګ شوې كوم چې په سيمه كښې رابطه سړكونه بند كړي۔ ده ووئيل د مرستې كارروايۍ يوازې د فضائي لارې ترسره كېدې شي۔ د طالبان چارواكو وېنا ده چې مونږ وسائل ډېر محدود لرؤ ځكه ځپليو سيمو ته د مرستې سامان رسولو نړيوالو ادارو ته د مرستې خواست كوو۔ چارواكو ووئيل چې طبي عمله به د سختو ژوبل شوو كسانو د چورلكې د لارې د پلازمينه كابل يا د نزدې سيمو روغتونونو ته د رسولو هڅه كوي