
کابل ۔1ستمبر(اے پی پی) په افغانستان كښې د 6.0 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د شنهوا له مخې امريكائي جيولوجيكل سروے وئيلي دي چې په افغانستان كښې د اتوار په شپه د 6.0 شدت زلزله ريكارډ كړې شوه د كومې مركز چې د باساول په شمال كښې د 36 کلومیټرو په مسافت ؤ۔ د زلزلې مركز په زمكه كښې 10 كلوميټره ژور ښودلے شوے دے۔ د زلزلې دلاسه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔ بياهم د زلزلې دلاسه په خلكو كښې ويره خپره شوې ده۔ بلخوا چارواكو د مرستې ډلې الرټ كړې دي