خارجه وزير ماركو روبيو دې په غزه كښې د قحط له امله كوچنيان له مرګ څخه بچ كولو كښې خپل كردار ترسره كړي: سينيټرز

واشنګټن ۔1 ستمبر(اے پی پی) د امریکا ډېموکرېټک پارټۍ سره تعلق لرونكو 5 سينيټرز په خارجه وزير ماركو روبيو زور راوړلو سره وئيلي دي چې هغه دې د غزه قحط ځپلې سيمې څخه د نورو كوچنيانو د ويستلو په فارمولا كار وكړي۔ د العربيه له مخې د غزه په پټۍ د اسرائيلي رياست پوځ د فلسطيني وګړي په ضد خپل جنګي مهم لا زيات كړے دے چې له امله يۍ د روزانه په بنياد يو شمېر شهادتونه كيږي۔ بل اړخ ته د قحط له امله د وګړو ژوند خطرې سره مخ شوے دے۔ نړيوال مبصرين او پوهان په غزه كښې د قحط د لاسه د مرګونو په پېښو خپلې اندېښنې څرګندوي او دا وائي چې د لكھونو په شمېر فلسطيني وګړي د قحط صورتحال سره مخ شوي دي۔ سېنېټرز خارجه وزير څخه غوښتنه كړه چې هغه دې خپل اختيار كارولو سره د يو لوے مشن د لارې د دغه فلسطيني كوچنيانو له غزه څخه د ويستلو هڅه وكړي د كوم ژوند چې د قحط له امله خطر سره مخ شوے دے۔