وزيراعظم شهباز شريف به په تيانجن كښې نن مصروفه ورځ تيروي

تیانجن ۔1 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف به د چين خپلې دورې په مهال په تيانجن كښې نن د ګل په ورځ زياته مصروفه ورځ تېروي۔ د وزیر اعظم آفس د میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف به نن د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) سرمشريز كونسل 25 مې غونډه كښې د ګډون په مهال ګډون كوؤنكو ته خطاب كوي۔ وزیراعظم شهباز شریف به د بېلو هېوادونو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ هغه به په تيانجن كښې له مصروفياتو څخه وروستو بيجنګ ته روانيږي چرته به چې هغه د چين د بريا ورځې په دستورو كښې ګډون كوي۔