پاکستان او آرمینیا ترمينځه په باضابطه توګه سفارتی اړيكي جوړ شو، دواړو هېوادونو په دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه فورمز د يو بل سره په ګډه كار كولو له عزم څرګندونه

تیانجن 31 اګست (اے پي پي) پاکستان او آرمینیا ترمينځه په باضابطه توګه سفارتی اړيكې جوړ شوې۔ نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار او دآرمینیا خارجه وزير آرا رات میرزوئین ترمينځه په دې لړ كښې د شريكې اعلامیې تبادله وشوه۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا تاریخی پیش رفت نړيوالي سفارت کارۍ كښې يوه لويه كاميابي ده۔ دواړو خارجه وزيرانو د ملګرو ملتونو د چارټر اصولو او مقصدونو سره د تړون د عزم پخلي كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې او په خاص توګه معیشت، تعلیم، كلتور او سیاحت كښې د مرستي په امکاناتو د خيالاتو څرګندونه شوي۔ بیان له مخې دواړو لارښودو د خپلو هېوادونو اولس امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ شريكو مقصدونو لپاره په دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه فورمز د يو بل سره په ګډه د كار كولو عزم څرګندونه وكړه۔