
اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي چې عيد ميلاد النبي ﷺ لمانځلو او سيرت النبي صلي الله عليه وسلم تعليمي نصاب كښې متعارف کولو سره به قوم كښې همغږي پيدا شي او د ځوانانو ذهنونه به د امن خوښۍ په اړه حوصله افزائي وكړې شي۔د اتوار په ورځ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل عيد ميلاد النبي صلي الله عليه وسلم لمانځلو او نصاب كښې د سيرت علوم شاملولو سره به قومي اتحاد ته وده او ځوانانو ته معني لرونكي لارښودنه ترلاسه شي۔ده سېلاب ځپليو مرستي له په اجتماعي هڅو زور راوړلو سره ووئيل نبي اکرم صلي الله عليه وسلم په تعليمات عمل کولو سره په اوسني بحران كښې همدردۍ، سخاوت او يووالي ته تحريك ترلاسه شي۔ده ووئيل مونږ له ځپليو لپاره دعا کولو او د اسلام تعليمات څخه قيمتي سبق زدكولو ته اړتيا ده كوم چې همدردۍ، لچك او مشکل وخت كښې د حاجتمندو په مرسته زور راوړي۔