
تيانجن 31 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم محمد شهباز شريف او ترکيې صدر رجب طيب ايردوان په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندوني سره امن، استحکام او سوكالۍ له شريكي مرستي لا زياتولو د غزم پخلے كړې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزير اعظم محمد شهباز شريف د چين تيانجن ښار كښې د اېس سي او کونسل آف هيډز آف اسټيټ په موقع د ترکيې صدر رجب طيب ايردوان سره ملاقات کړې۔ دواړو لارښودو د پاك –ترك اړيكو موجوده صورتحال جاج اخستلو سره د دوه اړخيزه اړيكو په زيات شوې رفتار د اطمينان څرګندونه كړي۔دوي د سياسي، اقتصادي، دفاعي او سلامتيا څانګو پشمول په بېلو چارو د اعليٰ پائې تبادلو او مرستي پرله پسې زياتوالې وستائلو۔د ترکيې صدر پاکستان كښې د اوسني سېلابي صورتحال په نتيجه كښې په شوي قيمتي او مالي ځاني زيان د پاکستان اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره وئيلي چې په دې سخت وخت كښې د ترکيه حکومت او اولس د پاکستان سره ولاړ دې۔دواړو لارښودو په مهمو سيمه ايز او نړيوال پيش رفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دوي په غزه كښې په خراب شوې انساني صورتحال د تشويش څرګندوني سره د فلسطين اولس د حقونو حمايت او روان اسرائيلي جارحيت او نسل کشۍ پاليسو سخته غندنه كولو لپاره د نړيوال پليټ فارم استعمالولو لپاره د شريك عزم پخلے وكړو۔ ملاقات كښې د پاکستان او ترکيې ترمينځه د ورورولۍ اړيكو او اسلامي نړۍ كښې او دې څخه بهر د امن، استحکام او سوكالۍ لپاره شريكې مرستي لا مستحکمولو د عزم څرګندونه وكړه۔