
اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) ايوانِ صدر كښې د اقليتونو د حقونو په اړه ترميمي بل 2025 اتفاق رائے سره تراميم ترسره شوې، په ترميم شوې بل د پارليمنټ په شريكه غونډه كښې بيا غور كولو لپاره پارليمان ته لېږلې شوي۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ايوانِ صدر كښې په شوي يوه غونډه كښې ‘ د اقليتي حقوق لپاره قومي کمېشن بل 2025ء’ كښې په تراميم اتفاق رائے شوي، ترميم نه پس بل پارليمان ته لېږلې شوي،د پارليمان په شريكه غونډه كښې به په دې بيا غور كولې شي۔دا تراميم صدر مملکت د هغه پيغام په ځواب كښې جوړ كړې شوي كوم چې د آئين پاکستان آرټيکل 75 (1) ترمخه پارليمان ته لېږلې شوې ؤ۔د دې بل مقصد مذهبي اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره يو قانوني کمېشن جوړول دي دغسې چې د هغوي نمائندګي باوري كړې شي او هغوي د امتيازي سلوك څخه بچ كړې شي۔ دا کمېشن به د اقليتونو د حقونو د نفاذ نګراني کوي،د اړوندو پاليسو جاج به اخلي او دې ته به د حقونو د خلاف ورزو آزادانه تحقيقات کولو اختيارات ترلاسه وي۔ دا قانون سازي پاکستان كښې د اقليتونو د حقوق آئيني تحفظ او نړيوالو لوظونو پوره كولو پلو يو مهم اقدام دے۔