
پېښور 31 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د سينئر خبريال فاروق فراق سره ټيليفوني رابطه کولو سره هغه سره د زلمي زوي علي فراق په قتل د افسوس څرګندونه كړي۔د خېبر پښتونخوا ګورنر پبلك ريليشنز آفيسر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم په دې موقع ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔ده باور وركړو چې د علي فراق قاتلانو نيولو له به د پوليس اعلي چارواكو سره رابطه کوم۔بلخوا د قومي اسمبلۍ پخواني غړي او ليګي لارښود شهاب الدين، ملي جمهوري پارټي مشر پخواني اېم اين اے محسن داوړ او سي سي پي او پېښور مياں سعيد هم د سينئر خبريال فاروق فراق سره د هغه د زوي په قتل د افسوس څرګندونه كړي۔