درې اړخيزه ټي 20 سيريز كښې به پاکستان خپل دريم ميچ په 2 ستمبر د افغانستان په ضد كوي

شارجه 31 اګست (اے پي پي) درې اړخيزه ټي 20 سيريز كښې به پاکستان خپل دريم ميچ په 2 ستمبر د افغانستان په ضد كوي۔ قومي ډلي تر اوسه د ښه کارکردګۍ مظاهره کولو سره دواړو ابتدائي ميچونو كښې كاميابي ترلاسه كړي او 4 پوائنټس سره په ټيبل سر فهرست دې۔ ګرين شرټس وړومبي ميچ كښې افغانستان له په 39 رنز او دويم ميچ كښې متحده عرب امارات له په 31 رنزونو سره ماتې وركړې۔ پاکستان ډله به خپل څلورم ميچ په 4 ستمبر د متحده عرب امارات په ضد كوي۔د سيريز فائنل به په 7 ستمبر شارجه کرکټ اسټيډيم كښې د ټاپ دوه ډلو ترمينځه كيږي۔