
تيانجن 31 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار تيانجن كښې د لوبان ټيکنيکل اينډ ووکيشنل ايجوکيشن اينډ ټريننګ (ټي وي اي ټي ) نمائش هال دوره وكړه چرته چې هغه ته لوبان ورکشاپس په كار او پاکستان سره د رواني مرستي په اړه بريفنګ وركړې شو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير د چين كوربنو سره لوبان فريم ورك ترمخه په مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه،په خاص توګه نوي او رامخې ته شوې صنعتونو كښې په تکنيکي او پيشه وره تعليم كښې شريكو هڅو په زياتولو زور راوړې شو۔ده دا خبره رامخې ته كړه چې پاکستان او چين ترمينځه ټي وي اي ټي مرسته لا قوي كول او د كوټلي اقتصادي پرمختګ موقعې پيدا کولو پلو يو مهم اقدام دے۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل دا مرسته نه يواځې د پاکستان انساني وسائل ښه كولي بلكه د دواړو هېوادونو اقتصادي شراکت دارۍ ته هم پراختيا وركوي۔د دورے په مهال نائب وزيراعظم د هغه پاكستاني زدكونكو سره هم ملاقات وكړو كوم چې د لوبان انيشي ايټو ترمخه تربيه ترلاسه كوي۔ ده دې سره سره د هغوي تعليمي تجربو او سباؤن په امکاناتو خبرو اترو كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان ځوانانو له جديد تکنيکي پوهې وركول د وخت ضرورت دے دغسې چې بدل شوې صنعتي ضروريات پوره كړې شي۔لوبان ورکشاپس كوم چې تيانجن ميونسپل چارواكو جوړ كړې، اعليٰ معيار تکنيکي تعليم په ټوله نړۍ كښې د ودي يو نړيوال ماډل جوړ شوے۔ 2016 نه تر اوسه 30 څخه زياتو هېوادونو كښې 36 ورکشاپس جوړ شوې دي، كوم چې د پوهو منتقل كولو ، تکنيکي تبادلے او اولسي رابطو ته وده وركوي۔ پاکستان كښې لوبان ورکشاپ 2018 كښې په لاهور كښې جوړ شوې ؤ كوم چې مکينيکل انجينئرنګ، آټومېشن او انفارمېشن ټيکنالوجي په شان څانګو كښې تربيه وركوي۔پاکستان كښې تربيه ترلاسه كونكو زدكونكو نه علاوه دا وخت 7 پاکستاني زدكونكي چين كښې د لوبان تربيه ترلاسه كوي۔