چين سره د پاكستان سټريټجكي شراكت داري به باور اډانه ده، د صدر شي جن پنګ قيادت او د هغه اقداماتو ته د قدر په سترګه ګورو ۔ نائب وزيراعظم او وزير خارجه اسحاق ډار

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او وزير خارجه سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چين سره د پاكستان سټريټجكي شراكت داري به باور اډانه ده، د صدر شي جن قيادت او د هغه اقداماتو ته د قدر په سترګه ګورو۔د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې تيانجن او بيجنګ كښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېس سي او مشرانوان غونډو كښې د پاكستان ګډون څخه وړندې نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د سي جي ټي اين ګلوبل ساؤتھ وائسز په اړه د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړو چې پكښې د پاك چين اړيكو قوي كولو او سيمي لپاره د اېس سي او زيات شوې اهميت رامخې ته كړې شوي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې نائب وزيراعظم او وزير خارجه سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل چين سره د پاكستان سټريټجك شراكت داري په باور او سټريټجكي صف بندۍ اډانه ده،مونږ د صدر شي قيادت ، بيلټ اينډ روډ انيشيټو، نړيوال پرمختګ، سلامتيا او تهذيب په اړه د هغه اقداماتو ته د قدر په سترګه ګورو۔ده ووئيل شنګھائي مرستي تنظيم يو مهم يوريشين پليټ فارم جوړ شوے كوم چې د شريك باور او شريك پرمختګ اصولو ترمخه سلامتيا، تجارت، توان ، رابطے او كلتور كښې مرسته مخ په وړاندې بوځي، د نن ګڼ اړخيزه قطبي نړۍ كښې استحكام او پرمختګ ته ودي وركولو كښې د اېس سي او كردار وړاندې څخه زيات مهم دے۔اسحاق ډار د چين لپاره د مهم كنفرنس كوربتوب كښې د هر ډول كاميابۍ خواهش څرګند كړو۔ده ووئيل مونږ د چينائي قيادت او شنګھائي مرستي تنظيم نورو هېوادونو مشرانو سره د اعليٰ كچ تعميري خبرو اترو ته سترګي په لاره يو۔