اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان لينډ پورټ اتھارټي بل 2025 منظوري وركړې ده، صدارتي منظورۍ نه پس اوس دا ايكټ جوړ شوے،دا قانون د پاكستان لينډ پورټ اتھارټي جوړولو لاره سموي،دا يوه قانوني اداره ده كومه چې سرحدي كراسنګ پوائنټس پورې غاړه سامان او د وګړو تګ راتګ كښې سهولت وركوي۔د خالي پھ ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې اتھارټي انټر ايجنسي كوآرډينيشن به د يو مركزي پليټ فارم په توګه كاري كوي كوم به چې په بندر ځايونو كوټلي تجارت او د مسافرو تګ راتګ باوري كوي۔ پاكستان د بنګله دېش او هند نه پس د سوئيلي اسياﺀ دريم هېواد جوړ شوے كوم چې خپل لينډ پورټ اتھارټي جوړ كړې۔اتھارټي به بارډر مينجمنټ ايجنسيو سره كوټلي همغږي پيدا كولو، تجارتي سهولت كارۍ لاره سمولو او پولې پورې غاړه رابطو زياتولو له قوي تګلاره معارفي كوي،دا به د نړيوالو لوظنامو او كنونشنز ترمخه د پاكستان ذمه وارو پوره كولو كښې هم مهم كردار ترسره كړي۔ پاكستان لينډ پورټ اتھارټي جوړول د پاكستان سيمه ايز تجارتي انضمام قوي كولو ، بارډر مينجمنټ ښه كولو او ګاونډيانو سره اقتصادي رابطو زياتولو پلو مهم اقدام دے۔