د اېس سي او مشرانو په غونډه كښې د ګډون نه علاوه په بيجنګ كښې د دويم لوئ جنګ كښې فاشزم په ضد د چين د فتح 80مي سالګرې په دستوره كښې به هم ګډون كوم۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

لاهور 30 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د چين دورې په مهال د اېس سي او مشرانو په غونډه كښې د ګډون نه علاوه په بيجنګ كښې د دويم لوئ جنګ كښې فاشزم په ضد د چين د فتح 80مي سالګرې په دستوره كښې به هم ګډون كوم۔د خالي په ورځ د چين په دوره تللو څخه وړاندې د سماجي رابطے په ويب سائټ ’’ايكس ‘‘ خپل يو پوسټ كښې وزيراعظم وئيلي چې چين ته په تاريخي دوره ځم،تيانجن كښې د اېس سي او د مشرانوانو په غونډه كښې به ګډون كوم او په بيجنګ كښې د دويم لوئ جنګ كښې فاشزم په ضد د چين د فتح 80مي سالګرې په دستوره كښې به هم ګډون كوم۔وزيراعظم ووئيل د چين صدر شي جن پنګ او نورو نړيوالو لارښودو سره ملاقات ته سترګي په لاره يم دغسې چې چين كوم چې د آزمائش په وخت كښې زمونږ سټريټجكي شراكت دار دے،دې سره سره د سيمي نورو مهمو هېوادونو سره دوه اړخيزه اړيكي لا مستحكم كړو، سيمه ايزي مرستي ته به وده وركولې شي،ګڼ اړخيزه نظام به قوي كولې شي او د امن او سوكالۍ شريك مقصدونه به مخ په وړاندې بوتللې شي۔