
اسلام آباد 28 اګست (اے پی پی)د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كلين اينډ ګرين وژن له مخې د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي په پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس كښې د پشكال شجركارۍ كمپائن باضابطه پرانسته كړی۔دا كمپائن د وزيراعظم په سپارښتنه پیل كړے شو چې له مخې يې په ټول هېواد كښې به په لاكهونو بوټي نالولې شي دغسې چې د پاكستان په ګرين ايريا كښې اضافه اوشي٬ماحولياتي آلودګۍ باندې قابو وموندلے شي٬د موسمياتي بدلون منفي اثرات كم كړے شي او د اوږدې مودې پائيدار پرمختګ ته وده وركړی شي۔د پرانستې دستورې ته په خپل خطاب كښې وفاقي وزير اورنګزيب كهچي په دې امر زور راوړو چې د ماحولياتي تحفظ لپاره اجتماعي اقدامات د اختيار كولو سخت ضرورت دے ځكه چې موسمياتي بدلون د حاضر وخت تر ټولو لويو چېلنجونو كښې يو دے۔ده په اولس په خاص توګه ځوانانو زور راوړو چې هغوي د شجركارۍ كمپائنونو كښې برخه واخلي ځكه چې دا د هېواد ماحولياتي سباؤن كښې يو مهمه سرمايه كاري ده۔په دې موقع د سكولونو او كالجونو زده كوونكو هم ګډون وكړو كوم چې د ځوان نسل ماحولياتي تحفظ كښې د مركزي كردار علامت دے۔د پشكال شجركارۍ كمپائن د حكومت ماحولياتي ايجنډې لخوا يو مهم پېشرفت دے چې د كوم مقصد نه چې يوازې ځنګلو كښې اضافه ده بلكې حياتياتي تنوع بحالۍ٬ د فضائي معيار ښه والي او اولس لپاره صحت مند ماحول وركول هم دي