
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د بین الحکومتي تجارتي لېن دېن په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه شوې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په كمېټۍ كښې د متحدہ عرب امارات حکومت سره د يو فريم ورك لوظنامې له مخئ د اسلام آباد انټرنيشنل ايئرپورټ آپريشنز منتقلۍ لپاره د دواړو هېوادونو (جي ټو جي) ماډل د لارې انتظامات ته د حتمي شکل وركولو پرېكړه وشوه ۔ د مذاکراتي کميټۍ مشري به نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار كوي او په دې كښې به د دفاع، خزانې، قانون او انصاف وزارتونو او د نجکارۍ ډويژن نمائندګان شامل وي۔ په غونډه كښې د پټروليم وفاقي وزير ٬ نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار، خاص مرستيال طارق باجوہ، اړوند وفاقي سيکريټريز او نورو وړ پورو ګډون وكړو۔