سعودي عرب٬ رياض كښې په پبلك ټرانسپورټ كښې د زده كوونكو ټكټ په نيمه بيه د وركولو اعلان

رياض۔ 28 اكست (اےپي پي) سعودي عرب كښې د رياض پبلك ټراسنپورټ اتهارټي د نوي تعليمي كال په پېل په ببلك ټرانسبورت كښې د زده كوونكو لپاره په ټګت د 50 فيصد رعايت وركولو اعلان كړے دے۔ د اردو نيوز تر مخه په ايكس اكاونټ بيان كښې وئېلې شوي دي كه ستاسو عمر د 6 نه تر 18 كالو تر مينځه وي يا تاسو د پوهنتون طالب علم يې نو د ټرانسپورټ په ټكټ كښې د 50 فيصده رعايت اغستو جوګه به يې۔ د 50 فيصده رعايت تر لاسه كولو لپاره قامي شناختي كارډ يا د اقامې سره انرولمنټ لېټر ٬ د يونيورسټۍ كارډ سره د رياض د كوم هم دفتر وزټ وكړې او هم نن د ارزانه او محفوظ سفر نه خوند واخلې ۔ د دې اقدام مقصد د كورنيو مرسته كول٬ په هغوي مالي بار كمول او په ټرانسپورټېشن جديد انحصار ته وده وركول دي۔