د زرعي برآمدات ودې لپاره د تخمونو په اړه تحقيق او ترقي ضروري ده۔ وفاقي وزير جام کمال

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د تخمونو په اړه د تحقيق او ترقۍ (آر اينډ ډي ) څاڼكې مضبوطولو په ضرورت زور راوړولو سره وئيلي دي دا څانګه د هېواد په زرعي بنيادونو اډانه برامدات ته ودې وركولو لپاره ډېر مهم كردار لوبوي٬ د تخم د تصديق او رجسټريشن وفاقي ډپارټمنټ (اېف اېس سي اينډ آر ډي) او د نيشنل سيډ ډويلپمنټ اينډ رېګوليټري اتھارټۍ (اېن اېس ډي آر اے) لخوا تابيا كړي بريفنګ ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل معياري او تصديق شوي تخم ته رسنه نېغ په نېغه د كر كېلې پېداوار كښې زياتوالي او د پاکستان د زرعي مصنوعاتو په نړيوالو منډيانو كښې مسابقت زياتولو سره تعلق لري۔ جام کمال خان د تخم اړوندو ادارو او په اتھارټيز زور راوړو چې ھغوي كروندګرو ته د تصديق شوې تخم رسنې نظام لا ښه كړي۔ ده ووئيل د تخمونو دقسمونو په تيارۍ كښې قلارتيا٬ په تحقيق او ترقۍ كښې لږې سرمايه كارۍ او په درامد شوو هائبرډز انحصار د تخمونو څانګه كمزورې كړې ده٬ دې لپاره ضروري ده چې ځائي تحقيق ته وده وركړې شي او د پبلك و پرائیویټ ادارو ترمېنځه د شراكتدارۍ ډاډګيرنه وكړې شي