کوئټه ۔ 28 اګست (اے پي پي ) چیف سیکرټري بلوچستان شکیل قادر وئېلې دي د ورومبي ستمبر نه به د بلوچستان 20 لاکھه نه زياتو كوچنيانو ته د پولیو مخ نيوي څاڅكي وركولې شي ، سږ كال به بلوچستان پولیو فري صوبه چوړوو ۔ د دې خیالاتو څرګندونه هغه مېډيا سره خبرو كښې وكړه ۔چیف سیکرټري شکیل قادر ووئېل د کوئټې ښار نه علاوہ د صوبې په ټولو ضلعو كښې پولیو وائرس موجود دے يوازې کوئټه كښې نشته ، د صوبې په 36 ضلعو كښې د 20 لاکھه نه زياتو ماشومانو ته د پولیو مخ نيوي څاڅكو وركولو هدف ټاكلے شوے ،د لسو مياشتو نه صوبه كښې يو کیس نه دې رامخې ته شوے، هغه ووئېل په تېركمپائن كښې 3 زره انکاري والدین رامخې ته شوي وو ٬ د ماضي په نسبت دا شرح ډېره لږه ده ۔ هغه ووئېل افغانستان او نورو صوبو څخه د راتګ په وجه د پولیو وائرس خپرېدو خطرات موجود دي ٬ خو صوبائي حکومت په دې اړه ټول انتظامات مکمل كړي دي ۔