عازمین حج ته به په پاک حج موبائل ایپ 2026 هر ډول هدایات او معلومات ورسولې شي ، د مذهبي چارو وزارت

اسلام آباد۔28اګست (اے پي پي ) د مذهبي چارو وزارت د سرکاري سکیم د كال 2026 ټولو يو لاکه 18زره 60 زره حج كوونكو ته خواست کړے چې هغوي پاک حج موبائل ایپ2026 خامخا ڈاون لوډ کړي ٬ د دغې د لارې به دوي ته راروان هر ډول هدایات او معلومات وركولې شي۔ د زيارت په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ ’’اے پي پي‘‘ سره خاص خبرو كښې ووئېل د سرکاري سکیم تر مخه سږ كال 1 لاکه 18زره 60 درخواستونه تر لاسه شوي ، دا ټول درخواست وركوونكې دې حج موبائل ایپ 2026 ډاون لوډ كړي٬ دغسې د دې د لارې به دوي ته د حج ټریننګ او ویکسینیشن بشمول هر ډول معلومات وركولې شي ۔د دې ایپ د لارې دوي د خپلې ډیټا د وزارت نه تصحیح هم كولې شي او كه د دوي په ذهن كښې د حج 2026 په اړه كومه پوښتنه وي نو د وزارت نه ځواب اغستلې شي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل د وړومبي نومبر نه به د حج خرڅونو دويم قسط جمع كول پېل شي ، د حج پیکج تر مخه كوم هم درخواست وركونكے د پرائیویټ قربانۍ آپشن نشي كارولے، دوي له به په لازمي توګه د سعودي عرب ټاكلو بنکونو د لارې قرباني کول وي ٬ د كومې لپاره جې د حج خرڅونو اندازه دوي ته وركړې شوې جې پكښې د قربانۍ پیسې شاملې دي ۔ ده ووئېل د پرائیویټ سکیم تر مخه د حج خوښي لرونكو ته وئېلې شوي جې د مستند حج کمپنیو سره بس رابطه ولري د كومو فهرست چې د وزارت په ویب پاڼه موجود دے۔ ۔