په سيمه كښې له معمول څخه زيات بارانونه شوي ٬ چناب درياب كښې د سيلاب باوجود د غوره کوآرډینیشن له امله زيات زيان څخه بچ پاتې شوو٬ عطاﺀ تارړ

وزیر آباد۔28 اګست(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي سيمه كښې له معمول څخه زيات بارانونه شوي ٬ په چناب درياب كښې د سيلاب باوجود د غوره کوآرډینیشن له امله زيات زيان څخه بچ پاتې شوو٬ كوم ځاني زيان نه دے شوے٬ ټولو ادارو په ګډه كار وكړو٬ د پاك پوځ هڅې روانې پاتې شوې ٬ درې څلور وېدر سسټم په يو ځائے راغلل ٬ د نورو بارانونو پېشګوئي شوې ٬ مونږ له به بشپړ چمتووالے نيول وي ٬ د اوبو لارو ته نزدې د ودانيو جوړولو مخه نيوي به كول وي۔ د زيارت په ورځ په ډي سي آفس كښې ميډيا ته د سېلاب صورتحال په اړه بريفنګ وركولو په مهال وفاقي وزير ووئيل په چناب درياب كښې د سېلاب له امله وزير آباد ته زيات خطر وه ٬ د اوبو بهېدنه د 10 او 10 نيم لكه كيوسك ترمينځه پاتې شوه او دې څخه وړاندې به 6 لكه كيوسك څخه زياتې اوبه هم د لوړې كچې سېلاب ګڼلے شو۔ ده ووئيل د غوره کوآرډینېشن له امله كوم ځاني زيان نه دے شوے۔ وفاقي وزير ووئيل اېن ډی اېم اے په وخت الرټ جاري كړو٬ پی ډی اېم اے، ریسکیو 1122 او ضلعی انتظامیې فعاله او تند رسپانس وركړو٬ پاك پوځ هم خپل مهم كردار ترسره كړو ٬ د ريليف او بحالۍ اقدامات وكړے شول۔ ده ووئيل دا قامي رسپانس دے٬ داسې مثالي کوآرډینېشن ډېر كم ليدلے شي۔ ده ووئيل د سېلاب چپې راتللو سره انتظاميې ځپلو سيمو څخه د خلقو وتل باوري كړل۔ ده ووئيل د رابطه سړكونو بحالۍ سره اړونده سروے به نن بشپړه شي٬ وزيراعظم اېن اېچ اے ته د صوبائي سړكونو بحالۍ لپاره د مرستې كولو هدايت كړے دے۔ ده ووئيل د توان وفاقي وزير اوېس لغاري ګوجرانوالې ته راروان دے ٬ د بجلۍ ځينې فيډرز د اولس تحفظ لپاره بند كړې شوي وو هغه به هم بحال كړے شي۔ د اطلاعات وزير ووئيل خوراك څښاك ٬ خېمو او داروګانو لپاره انتظامات شوي دي٬ پاك پوځ د مرستې په كارونو كښې برخه اخلي٬ د ډنګرو د زيان اندازه لګولې شي۔ ده ووئيل د خلقو د ستونزو احساس لرؤ٬ چا چې كډه كړې ده زمونږ خواخوږۍ هغوي سره دي٬ انتظاميه به هڅه كوي چې د هغوي كورونه بحال كړے شي۔ وفاقي وزیر ووئيل په راروانو اوونيو كښې د نورو بارانونو پېشګوئي شوې ده ٬ تر كومې چې دا لړۍ ختمه شوې نه وي د سېلاب خطر به موجود وي۔ ده ووئيل وګړي دې احتياط كوي۔ مليريا او د اوبو د لاسه د خپرېدونكو رنځونو په اړه اولسي شعور بېداورلې شي او انتظاميه هم په دې لړ كښې متحرك ده۔ ده ووئيل سوهدرہ روډ څخه اوبه بېرته روانې دي۔ په خانكي كښې دا مهال د اوبو بهېدنه 5 نيم لكه او قادر آباد كښې 6 لكه 60 زره كيوسك ده۔ د وزیر آباد سيمې محفوظ دي او دغسې د قادر آباد كلي هم محفوظ دي۔ ده ووئيل په كومو سيمو كښې چې خطر ختم شوے٬ هلته به ځپلې اولس يو وارې بيا آبادولې شي۔ ده ووئيل د ضلعي انتظاميې غوره انتظامات بايد وستائېلې شي۔ ټولو ادارو بشپړ كردار ترسره كړو چې په نتيجه كښې د پاك پروردګار په فضل لوي زيان څخه بچ پاتې شوو۔ ده ووئيل كله هم چې كوم آفت راځي نو ټول پاكستانے اولس يو كېږي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا په څير دلته به هم په ګډه د صورتحال ښه كېدو له كار وكړؤ۔ ده ووئيل اولس هم په سخت وخت كښې انتظاميې سره مرسته كړې ٬ په راتلونكو څو ورځو كښې به صورتحال لا ښه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په منطقه كښې بارانونه له معمول څخه زيات وشول۔ ده ووئيل په اولني ځل له معمول څخه زيات بارانونه وشول٬ درې څلور وېدر يو ځاے راغلل۔ ده ووئيل د نورو بارانونو پېشګوئي هم شوې ده كومو لپاره به چې مونږ له چمتؤ پاتې كېدل وي۔ وفاقي وزیر ووئيل د اوبو لارو ته نزدې د ودانيو جوړولو مخه به نيول وي۔ ده ووئيل د حق رسېدليو كسانو پسماندګانو له سړي سر 20 لكه روپۍ معاوضه بېله كړې شوې ۔ده ووئيل د بې دركه كسانو درك لګولو له عمليات روان دي۔ ده ووئيل وخت راغلے چې واټر سټورېجز، ډېمونه او ډرېنجز جوړ كړے شي۔ په دې كار روان دے او د بېړني حالت ختمېدو سره به په قامي كچه مهمې پرېكړې وكړې شي