اسلام آباد 28 اګست (اے پی پی)د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن او د قامي اسمبلۍ غړي بيرسټر ګوهر علي خان د خپل ځان پشمول د 18 قائمه كمېټو څخه د پي ټي آئي غړو استعفٰاګانې جمع كړي دي ۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ سيكرټرېټ ذريعو”اے پي پي”سره په خبرو كښې ووئيل د پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر ګوهر علي خان د خپل ځان پشمول د بېلا بېلو قائمه كمېټو كښې د پي ټي آئي سره تعلق لرونكو 18 غړو د قائمه كمېټو څخه استعفٰی سپيكر دفتر كښې جمع كړی ده ۔چې پكښې امجد علي خان، صاحبزاده صبغت الله، محبوب شاه، جنيد اکبر، ګوهر علي خان، شهزاده ګستاسپ ، علي جدون، محمد علي، ملک انور تاج، فضل محمود خان، ساجد خان، ارباب عامر ايوب، آصف خان، وقاص اکرم شيخ، ارشد ساهي، عامر ډوګر، شبير علي قريشي اور اويس جکھړ شامل دي