امير مقام ته په غذر كښې د سيلابي صورتحال او د مرستې او بحالۍ په روانو كارونو بريفنګ

غذر۔28 اګست (اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ته په غذر كښې د اوسني سېلابي صورتحال او د بېړنۍ مرستې او بحالۍ روانو كارونو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وزارت له مخې د ګلګت بلتستان ډي جي ٬ ډي اېم اے او ضلعي انتظاميې وفاقي وزير ته د غذر په بېلو سيمو كښې د اوسني سېلاب د لاسه د شو, زيانونو ٬ د ځپلې ودانۍ ٬ بند, سړكونو ٬ د مرستې سامان او د جھيل سپل وېز په اړه بشپړ جائزه وړاندې كړه۔ وفاقی وزیر اېن اېچ اے او اړوندو محكمو ته په بېړنو بنيادونو د سړكونو بحالولو هدايت وكړو۔ انجینئر امیر مقام ځايي انتظاميې او اولس ته باور وركړو چې وفاقي حكومت به فوري او د اوږدې مودې بحالۍ كښې بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف ښكاره هدايت كړے چې په ځپلو سيمو كښې د ژوند معمولات بحالولو كښې دې كومه بې غوري ونكړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت په دې سخت وخت كښې د غذر، ګلګت بلتستان اولس سره يو برابر ولاړ دے۔ په دې موقع وفاقي سېكرټري ظفر حسن، د ګلګت بلتستان پخوانے وزيراعلی حافظ حفیظ الرحمن، د خوراك صوبائي وزير او د ګلګت بتستان اسمبلۍ غړے نواز ناجي هم موجود وؤ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وفاقي وزير انجينئر امير مقام د وزيراعظم په خاص هدايت د ګلګت بلتستان په درې ورځنۍ دوره دے۔ دې څخه وړاندې ګلګت ته په رارسېدو د ګلګت كمشنر او د غذر ډي سي وفاقي وزير ته هركلے اووې