
اسلام آباد۔28 اګست(اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير او د استحكام پاكستان ګوند صدر عبد العليم خان د زيارت په ورځ په راوي درياب كښې د سېلابي صورتحال جاج اغستلو له دوره وكړه او ميډيا سره خبرو كښې يۍ ووئيل دا د سياست نه بلكې ټول قام له د يو موټې كېدو او د سېلاب د لاسه په رامخې ته شوي صورتحال قابو موندلو له د خپل كردار ترسره كولو وخت دے۔ عبدالعلیم خان زياته كړه چې مونږ له به خپل مينځه اختلافات يو اړخ ته كولو سره ستونزو سره د مخ اولس مرسته كول وي۔ وفاقي وزیر دا خبره خوشبينه وګرځوله چې د خېبر پښتونخوا او د سندھ اعلی وزيرانو په پنجاب كښې د سېلاب په نتيجه كښې رامخې ته شوي صورتحال كښې نه يوازې دا چې د خېر سګالۍ جذبات څرګند كړي بلكې د خپلو صوبائي حكومتونو لخوا يۍ د مرستې وړاندېز هم كړے ۔ ده ووئيل داسې صورتحال چې كوم وخت په ګلګت بلتستان كښې د زياتو بارانونو د لاسه رامخې ته شوے ؤ نو د پنجاب لخوا هم دغسې مثبته جذبه ليدلې شوي وه او دا د هېواد په كچه د يو والي څرګندونه كوي۔ وفاقی وزیر ميډيا سره خبرو كښې باور وركړو چې نېشنل هائی وے اتھارټی او د مواصلات محكمه به په ګرد هېواد كښې د سړكونو او سترو لارو سمدستي جوچین د اسرائیل څخه غزہ كښې د پوځي کارروائیو د سمدستي بندولو غوښتنه وكړه