استنبول 28 اګست (اے پي پي) د تركيه نائب صدر جودت يلماز وئيلي دي د روسيه صدر ولاديمير پيوټن او د يوكرين صدر ولوديمير زيلنسكي ملاقات په استنبول كښې كېدے شي۔ د تاس له مخې ده ووئيل په استنبول كښې د روسيه او يوكرائن ترمېنځه نېغ په نېغه خبرې به په درېو پړاٶنونو كښې كېږي۔ د تركيه نائب صدر د يوكرين شخړې هواري لپاره د صدر رجب طيب اردوان په ماضي كښې د كړو هلو ځلو حواله وركولو سره ووئيل ھغوي يو داسې شخصيت لري چې پرې دواړه ډلې باور كوي٬ په ماضي كښې رجب طيب اردوان يوكرائن څخه د غلې په برامد كولو او د بنديوانو په تبادله كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تصفيه كښې كوټلې نتيجې ترلاسه كړې دي۔