سیئول۔28اګست (اے پي پي ) سوئېلې کوریا په سکولونو كښې په موبائل فون کارولو د بندېز اعلان وكړو ۔ د رائټرز تر مخه سوئېلې کوریا يو بل منظور کړے دے د كوم تر مخه چې راروان كال د مارچ مياشت نه د سکولونو په کلاس رومز كښې د موبائل فون او نورو ډیجیټل آلاتو په كارولو به بندیز لګولې شي ۔ دا پرېكړه د سوشل میډیا د حد نه په زیات استعمال او په ځوانانو د دغې ناوړه اثرات زياتېدو اندیښنو تر مخه شوې ده۔ د اپوزیشن ګوند د اسمبلۍ غړي چو جنګ ہُن ووئېل زموڼږ ځوانان د سوشل میډیا اموخته شوي دي ، ماشومان د شپې 2 یا 3 بجو پورې انسټاګرام استعمالوي ۔ د يوې حکومتي سروے تر مخه 37% زده كوونكې سوشل میډیا پخپل روزمره ژوند اثر پرېباسيندونكې ګڼي٬ دغسې 22% ځوانان دې ته د رسائۍ نه لرلو په سبب نا قلارتيا محسوسوي۔ سوئېلې کوریا كښې د وړاندې نه په ګڼو سکولونو كښې په موبائل فون كارولو بندیز دے ، خو اوس دا قانون وګرځېدو۔ خو معذوره زده كوونكو ته به د تعلیمي مقاصد لپاره د ډیجیټل آلات كارولو اجازه وي ۔د څه ماشومانو د حقونو تنظیمونو په دې قانون تنقید کولو سره دا د ماشومانو د بشري حقونو خلاف ورزي ګرځولې ده