ملګري ملتونه ۔28اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د چین نائب مستقل استازي ګینګ شوانګ د اسرائیل نه غوښتنه كړې چې هغوي غزہ كښې روانې پوځي کارروائۍ سمدستي بندې کړي۔ د شنهوا تر مخه هغه ووئېل غزہ كښې نزدې 2 ملین كسان د انساني بحران ښکار دي او هره ورځ په درځنونو بے ګناہ ځانونه ضائع كېږي ۔ ده ووئېل په تشدد امن ممکن نه دے او چین د ټولو وګرو په نخښه كولو ، د نړيوال قوانین د خلاف ورزيو او د انساني مرستې په لاره كښې د خنډانو غندنه كوي ۔ هغه په اسرائیل زور راوړو چې هغوي ټول بارډر کراسنګ بېرته كړي او ملګرو ملتونو له د مکمل مرستې ورسولو اجازه وركړي ۔ چین د دوه ریاستي حل د مرستې يادونې سره د نړيوالې ورورولۍ نه مطالبه وكړه چې هغوي سمدستي جنګ بندي او د انساني بحران خاتمې لپاره عملي ګامونه واخلي ۔