
اسلام آباد۔28 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې يو اړخيزه معطلي او له پېشګي اطلاع پرته د سپل وېز پرانستلو او اوبو پرېښودلو عمل ښكاره جارحيت او د نړيوال قوانين سنګينه خلاف ورزي ګرځولې ده٬ ده د هند لخوا دا د غندنې وړ اقدام د بې ګناه ودانۍ ډوبولو يو سازش وګرځولو۔ د زيارت په ورځ په يو بيان كښې سپيكر سردار اياز صادق ووئيل د هند پاكستان ته د سپل وېز پرانستلو پېشګي اطلاع نه وركولو له امله د پاكستان په يو شمېر سيمو كښې سخت سېلاب راغلے چې په نتيجه كښی يۍ ګڼ شمېر قيمتي ځانونه ضايع شول او بنيادي اډانې ته زيان ورسېد۔ سپيكر ووئيل كه هند په وخت اطلاع كړې وه نو پاكستان حفاظتي اقدامات كولو سره زيات ځاني او مالي زيان څخه بچ كېدے شو۔ ده ووئيل مودي حكومت د داخلي ناكامو څخه پام بل پلو ګرځولو له د پاكستان په ضد سازشونو كښې بوخت دے ولې بياهم نړۍ د هند اصل څېره پېژندلې ده۔ ده ووئيل د هندي آبي جارحيت په ضد ټول قام يو دے او په هر يو محاذ د خپل وطن دفاع كولو لپاره چمتؤ دے۔ سپیکر ووئيل پاک پوځ ٬ قامي ادارې او اولس د رېسكيو او بحالۍ كارونو كښې شپه او ورځ بوخت دي۔ ده ووئيل مونږ به په دې سخت وخت كښې سېلاب ځپلي يوازې نه پرېږدؤ۔ سپيكر ووئيل د ځپلو مرسته او بحالي يوه قامي فريضه ده او پاكستاني اولس د ازمېښت په وخت كښې تل د قربانۍ او يووالي مثالونه رقم كړي دي۔ ده په دې موقعه قام ته سېلاب ځپلو سره د بشپړه مرستې غږ وكړو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې په حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔ سپيكر ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ (اے پي پي وا ض ض ١٧٠٤)