
پېښور ۔ 28 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امین خان ګنډاپور وئيلي دي ځپليو ته د هر ډول معاوضو ادا كولو لپاره اړوندو چارواكو ته تر اتوار ورځې حتمي نېټه وركړې شوې ٬ تر دغې ورځې به ټولو ځپلو ته د معاوضو ادائيګي بشپړه شي٬ په پنجاب كښې سېلاب ځپلو خپلو خوېندو ورونړو سره يو برابر ولاړ يوو۔ د بارانونو ٬ سېلاب او كلاؤډ برسټ په اړه خپل يو وېډيو پېغام كښې وزيراعلی ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د كلاؤډ برسټ او سېلابونو لړۍ 15 اګست څخه پېل شوه ٬ د كومې د لاسه چې د بونېر ٬ سوات ٬ شانګله ٬ باجوړ ٬ مانسهره او صوابۍ ځينې سيمې زياتې وځپلې شوې۔ د دې په نتيجه كښې رامخې ته شوو پېښو كښې په مجموعي توګه 406 كسان مړه او 245 ژوبل شول۔ 664 كورونه ړنګ شول او 2431 ته جزوي زيان ورسېد۔ 511 سړكونه 77 پلونه او 2123 دكانونه زيانمند شول۔ په دې مهال د ریسکیو ډلو په شمول د ضلعي انتظاميې كسانو موقعې ته رسېدو سره د مرستې په چارو كښې برخه واخسته چې په نتيجه كښې يۍ 5566 كسان بچ كړے شول او جسدونه ريكور كړے شول۔ ده ووئېل بېلو ځپليو سيمو ته 176 ګاډي او بېړۍ ولېږلې شوې او 2061 ریسکیو اهلكار تعينات كړے شول۔ تر دې دمه په ځپلو سيمو كښی 136رابطه سړكونه او 65 پولونه بحال كړے شوي دي۔ ده ووئيل يو لك 19 زره كسانو ته پوخ شوے خوراك وركړے شو او دا عمل اوس هم روان دے۔ ده ووئېل ځپلو سيمو ته تر دې دمه په 125 ټركونو مشتمل د مرستې سامان ورسولے شو۔ په دې سيمو كښې 70 میډیکل کېمپس جوړ كړے شول۔ ځپلو ته ريليف رسولو څخه وروستو د ځاني او مالي زيانونو معاوضو په ادائيګۍ كار پېل كړے شوے۔ صوبائی حکومت د مړو شوو كسانو معاوضه 10 لكه څخه 20 لكه او د ژوبل شوو 2 نيم لكه څخه 5 لكه روپو ته رسولې ده۔ ده ووئېل د ړنګو شوو كورنو معاوضه 4 لكه څخه 10 او په جزوي توګه د ځپلو شوو كورونو معاوضه يو لكه څخه 3 لكه كړې شوې ده۔ په اولني ځل ورانو شوو دكانونو لپاره 5 لكه روپۍ او د چا دكانونو ته چې اوبه ننوتلې دي د هغوي صفايۍ لپاره يو لكه روپۍ مقرر كړې شوي دي۔ وزيراعلې ووئيل د 350 په حق رسېدليو كسانو كورنيو ته 654 ملین روپۍ وركړې شوي ۔ يوازې هغه كسانو ته ادائيګي كول پاتې دي كومو پسماندګان چې كوچنيان دي يا تر دې دمه د هغوي په اړه كوم معلومات نشته۔ داسې كوچنيانو ته ادائيګۍ لپاره اړوند ډپټي كمشنر سره اكاؤنټس پرانستلې شي۔ تر دې دمه 18 ژوبل شوو ته 5 ٬ 5 لكه روپۍ وركړې شوي دي۔ د پاتې ژوبل شوو كسانو د تصديق عمل روان دے۔ ده ووئېل 4432 وګړو ته د فوډ اسټېمپ په مد كښې سړي سر 15 زره روپۍ وركړې شوي ۔ د دكانونو د معاوضې په مد كښې 2 کروړه 80 لكه روپۍ ادا كړې شوي ۔ نورې يو ارب روپۍ به هم ادا كړې شي۔ د كورونو دمعاوضې په مد كښې تر دې دمه 7 کروړه 90 لكه روپۍ ادا كړې شوي ۔ نورې 1.3 ارب روپۍ به ادا كولې شي۔ وزيراعلی ووئيل ځپلو ته هر قسمه ادائيګۍ لپاره اړوندو چارواكو تر د راتلونكې اتوار حتمي نېټه وركړې شوې ۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د سېلاب ځپلو بحالۍ لپاره د کابینې غړو ٬ د اسمبلۍ غړو او د سركاري ملازمينو تنخاګانې عطيه كولو پرېكړه شوې ده۔ ده ووئيل مرستې او د بحالۍ چارو لپاره حكومت ريليف محكمې ته 6.5 اربه روپۍ جاري كړې دي او نورې 5 اربه روپۍ به هم ډېرې زر جاري كړې شي۔ ده ووئيل تر كومې چې سېلاب ځپلي په بشپړه توګه بحال شوي نه وي مونږ به په آرام نه كېښنو ۔ د چا چې كورونه تباه شوي هغوي له به كورونه جوړوو۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې مونږ د سېلاب خطرو سره په مستقل توګه مخ آبادۍ محفوظو ځايونو ته منتقل كړؤ۔ ده ووئيل د كومو كوچنيانو مور او پلار چې په دې قدرتي آفت كښې وفات شوي ٬ د هغوي ذمه واري په حكومت ده۔ د هغوي ټول خرڅونه به صوبائي حكومت پورته كوي۔ وزيراعلی ووئيل په پنجاب كښې سېلاب ځپلو سره يو برابر ولاړ يوو او د كوم هم ضرورت ترسره كولو له د خېبر پښتونخوا حكومت چمتؤ دے