سیالکوټ۔28 اګست(اے پی پی) د پنجاب د صحت وزير او ډيزاسټر مېنجمنټ پنجاب لپاره د كابينه كمېټۍ چيئرمېن خواجه سلمان رفيق د وزيراعلی مريم نواز شريف په هدايت د روان سېلابي صورتحال جاج اغستو له سيالكوټ ته ورسېد۔ ده ته رېسكيو چارواكو او د نورو ادارو افسرانو بريفنګ وركړو۔ خواجه سلمان رفیق د رنګ پورہ چوک او بھیډ نالۍ په شمول په بېلو ځايونو كښې د سېلابي صورتحال جاج واغست۔ په دې موقع د اے ډي سي آر عباس ذوالقرنین او د واسا اېم ډي فېصل شهزاد هم موجود وو۔ ده د سېلاب په مهال په وخت د اقدامات په كولو انتظاميې او د ېسكيو 1122 اهلكارو ته شاباسې وركړو۔ ده د سېلاب د لاسه په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونې كولو سره د سړكونو او پلونو بحالولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د پنجاب حكومت په دې سخت وخت كښې خپل اولس سره ولاړ دے۔ ده ووئيل وزيراعلی مريم نواز شريف كورونو ٬ ډنګرو او فصلونو ته د رسېدلي زيان تفصيلات مرتب كولو هدايت هم كړے ۔ ده هدايت وكړو چې ټولې اړوندې ادار دې هائي الرټ پاتې شي٬ كوم كمے به ونه زغملے شي٬ وګړو ته دې خوراك ٬ اوبه او داروګان ورسولې شي۔ ده ټولو ډپټي كمشنرانو او نورې ضلعي انتظاميې ته په فيلډ كښې د چمتو پاتې كېدو هدايت وكړو۔ ده وګړو ته غږ وكړو چې تر خپلو كورونو محدود پاتې شۍ او غېر ضروري بهر وتلو څخه ډډه وكړې