د سوريه او اسرائیل تر مينځه د ثالثۍ کردار ادا کوو ، آذربائیجان

باکو ۔28اګست (اے پي پي) دد آذربائیجان صدر الهام علیوف وئېلې دي زمونږ هېواد د اسرائیل او سوريه ترمينځه د ثالث کردار ادا کوي او مينځني ختيز كښې د امن راوستو كښې خپله برخه اچول غواړي ۔ د العربیه تر مخه هغه ووئېل د آذربائیجان په وساطت سره د سوريه او اسرائیل چارواكو تر مينځه ملاقات شوے، خو هغه د ملاقات ځائے ونه ښودلو ۔ صدر واضحه كړه زمونږ د هېواد بنیادي مقصد به مينځني ختيز كښې امن و استحکام ته وده وركول دي ۔ هغه زياته كړه آذربائیجان سوريه ته د انساني او توان په څانګو كښې مرسته ورسوي ۔ د هغه تر مخه آذري ګاز تر سوريه د يوې څلور فریقي لوظنامې تر مخه رسېږي ، كومه چې په 12 جولائي د آذربائیجان، ترکیه، سوريه او قطر تر مينځه شوې وه ۔ د لوظنامې تر مخه تر اوسه 1.2 ارب مکعب میټر ګار وركړے كېږي، كوم چې په سباون كښې زياتېدے شي۔