د سېلاب ځپلو سيمو په دوره كولو د وزيراعظم مننه كوٶ٬ سېلاب څخه نارووال په زياتو ځپلو سيمو كښې شاملېدے شي٬ د پنجاب انتظاميه او رېسكيو كردار د ستائنې وړ دے۔ مريم نواز شريف

نارووال 28 اګست (اے پي پي) د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز شريف وئيلي دي د سېلاب ځپلو سيمو په دوره كولو د وزيراعظم مننه كوٶ٬ سېلاب څخه نارووال په زياتو ځپلو سيمو كښې شاملېدے شي٬ د پنجاب انتظاميه او رېسكيو كردار د ستائنې وړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د وزيراعظم د نارووال سېلاب ځپلو سيمو دورې مهال خپلو خبرو كښې كړې۔ دې ووئيل ټولو اړوند ادارو د ځپلو مرستې لپاره په سمدستي توګه اقدامات كړي٬ په تېرو 40 كالو كښې د پشكال داسې اوږده سلسله كله نه وه راغلې ٬ پرله پسې بارانونو او د هند لخوا د اوبه پرېښودو څخه غېر معمولي صورتحال رامخې ته شوے دے٬ مريم نواز ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې ټولې ادارې په ګډه كار كوي٬ يو زر فليډ كلينك كار كوي٬ څاروو لپاره د اوبو او خوراك انتظام هم روان دے٬ دې ووئيل د پېشګي اطلاعات موثره نظام په سبب د اولس محفوظ انخلاء ممكن شوې ٬ د پاك پوځ ځوانان د پنجاب په ځپلو سيمو كښې د مرستې په هلو ځلو كښې بوختې دي، مونږ له داسې بنيادي انفراسټركچر جوړول دي چې د اوبو لاره اونيسي او محفوظ كړې شي