
لاهور۔28 اګست(اے پی پی) د پنجاب په سېلابي سيمو كښې د 669 ریسکیو بوټس سره فلډ آپرېشن روان دے۔ د رېسكيو پنجاب له مخې تر دې دمه سندھ ٬ چناب ٬ راوي ستلج او جهلم دربانونو سره پېوستو سيمو څخه 51129 كسان رېسكيو كړې شوي دي۔ د زيارت په ورځ 19215 كسانو سره سېلابي سيمو څخه وتلو كښې مرسته وكړې شوه۔ ده ووئيل سېلاب كښې ګېر كسان دې فوری ریسکیو سروسز لپاره په رېسکیو هېلپ لائن 1122 رابطه وكړي او خپل لوكېشن دې اوښائي۔ د ده وېنا وه چې په قصور كښې 74 ، لاهور 36، اوکاړہ كښې 37، پاکپتن كښې 21 ، بهاولنګر كښې 24، ملتان كښې 10، فېصل آباد كښې 7،ساهیوال كښې 8 ، وهاړی كښې 20 ،بهاولپور كښې 19 ٬ لودھراں كښې 7 ، سیالکوټ كښې 38 ، شیخوپورہ كښې 26، ګجرات كښې 24 ، ګوجرانواله كښې 30 ، منډي بهاؤ الدین كښې 15 ٬ حافظ آباد كښې 19 ، سرګودھا كښې 9 ، چنیوټ كښې 29 ، جھنګ كښې 20 ، نارووال كښې 39 او ننکانه صاحب كښې 11 ریسکیو بوټس آپرېشنل دي